1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهمتحده عربي امارات

دوبۍ غواړي د «نړۍ تر ټولو ستر هوایي ډګر» جوړ کړي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۰, دوشنبه

د متحده عربي اماراتو حکومت اعلان کړی چې غواړي د آل مکتوم هوايي ډګر د نړۍ په تر ټولو ستر هوايي ډګر بدل کړي. د حکومت د تازه پلان له مخې به په دوبۍ کې اوسنی هوایی ډګر د پنځو موازي ځغاستليکو او ۴۰۰ نویو دروازو سره پراخ شي.

https://p.dw.com/p/4fIN3
د نوي جوړېدونکي هوایي ډګر لپاره کمپیوټري ډیزاین
د نوي جوړېدونکي هوایي ډګر لپاره کمپیوټري ډیزاینانځور: Dubai government/AP/picture alliance

ددوبۍواکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم د تیرې یکشنبې په ورځ اعلان وکړو چې په راتلونکو لسو کلونو کې به په دغه ښار کې د دویم لوی هوايي ډګر د پراخولو لپاره ۳۵ ملیارده ډالره ولګوي چې په دې سره به دا د نړۍ تر ټولو ستر نړیوال هوايي ډګر شي.
په دې پروژه کې د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر کې د مسافرینو لپاره د نویو ترمینلونو جوړول هم شامل دي، کوم چې د دوبۍ نړیوال هوایی ډګر (DXB) څخه ۴۵ کیلومتره لرې موقعیت لري.

د نړیوالو سفرونو لپاره د دوبۍاوسنی نړیوال هوایي ډګر هم په نړۍ کې یو له بوختو هوایي ډګرونو دی. په ۲۰۱۸م کې شاوخوا ۸۹،۱  میلیون مسافرینو دا هوایي ډګر کارولی، چې دا یو نړیوال ریکارډ دی. مګر دا شمېره د کرونا ناروغۍ پرمهال د پام وړ کمه شوې وه. په ۲۰۲۲ کې شاوخوا ۶۶ میلیونه مسافرینو دا هوایي ډګر کارولی دی.
د چارواکو په وینا، د دوبۍ اوسنی نړیوال هوایي ډګر په اسانۍ سره نه شي پراخیدلی ځکه چې دا د استوګنې کورونو او دوه لویو لارو سره تړلی دی.

 

موږ د نوې پروژې په اړه په څه پوهیږو؟

د نوي هوایي ډګر د جوړولو په خبر پاڼه کې ویل شوي چې د آل مکتوم اوسنی نړیوال هوایي ډګر چې دوه رن ویز يا خغاستليکې لري، له پراخېدو وروسته به پنځه موازي ځغاستليکې ولري.

په دغه خبر پاڼه کې همدا راز ویل شوي چې دغه هوايي ډګر به د ۴۰۰ دروازو په لرلو سره په کال کې د ٢٦٠ ميليونو مسافرینو د لېږد را لېږد ظرفيت ولري. دا هم ویل شوي چې د هوایي ډګر د مسافرینو او کارګو برخې به د «نوې هوايي چلند ټیکنالوژۍ» سره سمبال شي او د هوایي ډګر شاوخوا به «لوی ښار» جوړ شي.
د دوبۍ د چارواکو په وینا، دا هوايي ډګر به په نړۍ کې لوړ ظرفيت لرونکی وي او د دوبۍ د اوسني نړیوال هوايي ډګر په پرتله به پنځه چنده لوی وي.

له اعلان سره یوځای خپاره شويو کمپیوټري ګرافیک انځورنو کې سپین ټرمینلونه ښکاري چې په عربي ټاپووزمه کې د اوسېدو دودیزې خيمو ته ورته بريښي.
شیخ محمد په یوه بیان کې ویلي: «موږ د راتلونکو نسلونو لپاره یوه نوې پروژه رامینځته کوو چې زموږ او د دوی ماشومانو لپاره دوامداره او ګټور راتلوونکی تضمین کړي.« د هغه په ​​​​وینا په دې هوایي ډګر سره به د دوبۍښار «د په نړۍ هوایي ډګر، بندر او نوی ښاري مرکز» او همدا راز »په نوي نړيوال مرکز« بدل شي.

زموږ له آرشيف څخه: