1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پاکستانی قاضي د امنيتی ځواکونو په عملياتو کې آزاد سو

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۰, دوشنبه

یو پاکستانی قاضي چې د وسله والو له خوا له تښتول سوی وو، د پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې آزاد سوی. تر اوسه پوري هیڅ کومې ډلې ددغې پیښې مسوولیت پرغاړه نه دی اخیستی.

https://p.dw.com/p/4fJAt
Pakistan | Polizeieinsatz gegen die Taliban in Bannu
انځور: Muhammad Hasib/AP Photo/picture alliance

رسنیو د يکشنبې په ورځ رپوت ورکړی وو چې وسله والو کسانو د پاکستان په شمال غربي ناآرامه ایالت کې یو مشر قاضي تښتولی دی. دغه ایالت د زورزیاتیو د ډیروالي شاهد دی.

قاضي مروت تیره شپه ناوخته د هغو عملیاتو په ترڅ کې چې د امنیتي ځواکونو او د قانون د تنقیذ د بڼسټونو له خوا پر لاره اچول سوي وه، آزاد کړای سو.

د انسان تښتونې دغې پیښې مسوولیت تراوسه هیڅ کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی، خو په هغه ویدیو کې چې له ترهګرۍ سره د مبارزې د پولیسو له خوا خپره سوې، نوموړی قاضي وايي چې د پاکستان د تحریک طالبان ډله به تر هغه وخته پورې نوموړی آزاد نکړي ، ترڅو چې یې غوښتنو ته جواب نه وي ورکول سوی.

دغه قاضي څه ډول وتښتول سو؟

اسوشتدپرس خبري آژانس د چارواکو له خولې رپوټ ورکړی چې شاوخوا ۱۵ نارینه موټرسایکل چلوونکو د قاضی شکیرالله مروت موټر ودراوه.

د اسوشتدپرس د خبري آژانس د رپوټ له مخی دغه قاضي د خیبر پښتونخوا ایالت د ډېره اسماعیل خان سيمې ته پر لار وو چی تر برید لاندی راغی. بریدکوونکو هغه له ځانه سره یووړ او موټر ته یې اور واچاوه.

دپاکستان د«دان» ورځپاڼي رپوټ ورکړی چې پولیسو د ژغورنې عملیات پیل کړي دي. دغه ورځپاڼې د پوليسو د يوه چارواکي له خولې ويلي چې امنیتي پرسونل، د نوموړي قاضي په ډاډمن ډول بیرته ستنیدو له پاره سیمه محاصره کړې وه.

د پاکستان په شمال لویدیځ کی د زورزیاتیو شدت

 وسله والو په دا وروستیو کې د امنیتي پرسونل او دولتي تاسیساتو په وړاندي خپل بریدونه شدید کړي دي، خو د لوړپوړو مقاماتو هدف گرځول معمول نه دی.

د ۲۰۲۲ م کال  د نوامبر په میاشت کې د پاکستان د تحریک طالبان او مرکزي حکومت ترمنځ د اوربند له پای ته رسیدو راهیسي، دغه هیواد د زورزیاتیو د ډیریدو شاهد دی.

پاکستان: افغانستان سره پر پولې کړکېچ خلک کډوالۍ ته اړ کړي

ډېره اسماعیل خان سيمه، پر امنیتي ځواکونو د بریدونو د زیاتوالي له امله ډیره خطرناکه سوې ده. تیره اونۍ وسله والو کسانو د ګمرک پر چارواکو برید وکړ چې په نتیجه کې يې دوه تنه ووژل او درې تنه نور ټپیان سول.

GP/BS(AP, DW sources)