1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

بلېنکن زيلنسکی ته؛ د امريکا پوځي مرسته «پر لار ده»

۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۵, سه‌شنبه

د امريکا د بهرنيو چارو وزير بلېنکن، په کیف کې ولسمشر زيلنسکي ته وويل چې له اوکراين سره د امريکا پوځي مرسته د رسيدو په حال کې ده. بلېنکن په داسې حال کې کیف ته رسېدلی چې روسیې په خارکيف کې نوي عمليات پيل کړي دي.

https://p.dw.com/p/4fqBt
د امريکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزير انتوني بلېنکن د اوکراين له ولسمشر لوديمير زيلنسکي سره
د امريکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزير انتوني بلېنکن د اوکراين له ولسمشر لوديمير زيلنسکي سرهانځور: Brendan Smialowski/AP/picture alliance

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن، د سه شنبې په ورځ په يوه ناڅاپي سفر اوکراين ته تللی. د اوکراين ولسمشر ولوديمير زیلنسکي، نوموړي ته د هرکلي ويلو ترڅنګ له امريکا څخه د «مهمې» پوځي بستې له امله مننه وکړه چې په ترڅ کې به یې اوکراين ته د میلياردو ډالرو امريکايي مرسته ورسيږي.

زيلنسکي د دې په زياتولو سره چې هوايي دفاع د اوکراين يو ستر ضعف دی، بلېنکن ته وويل چې ځواکونه یې د اوکراين د دويم ستر ښار خارکيف د دفاع له پاره سملاسي د هوايي دفاع دوو قطعاتو ته اړتيا لري، ځکه چې شا او خوا ساحه یې د روسیې د تازه بريدونو له کبله تر فشار لاندې ده.

بلېنکن وويل چې يو «ځواکمن، بريالی، سوکاله او آزاد اوکراين د پوتين د ترټلو ښه ممکنه لاره ده» او دا چې متحده ایالات ژمن دي له اوکراين سره مرسته وکړي چې دغه هېواد د وخت په تیريدو سره «په اقتصادي، پوځي او ديموکراتیکه توګه پرخپلو پښو ودريږي.»

بلېنکن وويل چې د امريکا د وسلو بستې يوه برخه اوکراين ته رسېدلې ده او نوره یې د رسېدو په حال کې ده.

نوموړي زياته کړه: «دا [پوځي مرسته] به د روسیې د روان تيري پر وړاندې د جګړې په ډګر کې ریښتنی توپير رامنځته کړي.»

د ووچانسک د نیولو ادعا

د اوکراين پوځ د جګړې د ډګر د وضعيت په اړه په خپل ورځني رپوټ کې ويلي دي چې د اوکراين د شمال ختیځې سيمې خارکيف په ووچانسک ښارګوټي کې وضعيت تر کنترول لاندې دی. خو زياته کړې یې ده چې اوکرايني عسکر د روسیې د درنو هوايي بريدونو له کبله د لوکيانڅي کلي ته څيرمه نویو سنګرونو ته بايد پر شا شوي وای. 

دا څرګندونې د تاس خبري آژانس تر هغه رپوټ وروسته شوي دي چې پکې ويل شوي ول چې د مسکو ځواکونو د ووچانسک ښارګوټي لوېديځې او شمالي برخې نيولي دي.

روسیې د می میاشتې له لسمې نیټې راهېسې په خارکيف سيمه کې تازه تهاجمي عمليات پېل کړي دي چې په نتيجه کې د اوکرايني چارواکو په خبره «درنه» جګړه رامنځته شوې او ملکي وګړي تخليه شوي دي. دا عمليات د دې سبب شوي چې سيمې ته اضافي اوکرايني عسکر هم واستول شي.

پوتين په روانه اونۍ کې چين ته ځي

د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين، به په روانه اونۍ کې د پنجشنبې په ورځ چين ته د دوو ورځو په سفر ولاړ شي. دا خبر دواړو هيوادونو نن، سه شنبه په ډاګه کړی دی.

د پوتين او چين د ولسمشر شي جين پينګ ترمنځ د هغه څه تر مخه چې څلورمې مخامخ خبرې اترې بلل کیږی، د چين د بهرنیو چارو وزارت ويلي دي چې دواړه مشران به «د دوه اړخیزو اړیکو په بېلا بېلو برخو کې پر همکارۍ.... او همدا راز د ګډې علاقې پر دوه اړخیزو نړیوالو او سيمه ایزو موضوعاتو بحث وکړي.»

کريملن هم چين ته د پوتين سفر خبر تائيد کړی دی او ويلي یې دي چې دواړه مشران به «د هر اړخیز مشارکت د موضوعاتو پر ټولو بعدونو په مفصل ډول بحث وکړي، د چين او روسیې د عملي مشارکت کليدي ساحې به مشخصې کړي او پر ډېرو مهمو نړيوالو او سيمه ایزو موضوعاتو به نظرونه سره تبادله کړي.»

دا به د روسیې ولسمشرۍ څوکۍ ته د پنځم ځل له پاره تر ټاکل کیدو وروسته د پوتين لومړی بهرنی سفر او د چين او روسیې د ودې په حال کې اړيکو باندې تاکيد وي.

د ۲۰۲۲م کال په فيبرورۍ مياشت کې پر اوکراين باندې د روسیې تر يرغل لږ د مخه روسیې او چين د «غير محدود» مشارکت اعلان وکړ او د دواړو اتومي ځواکونو ترمنځ اقتصادي اړیکي د جګړې له پېل راهېسې پراخې شوي دي.

د چين حکومت په اوکراين کې د روسیې د جګړې په ترڅ کې د بې پريتوب ادعا او د سولې غږ کوي، خو په عين حال کې پر اوکراين د روسیې د تیري له غندلو ډډه هم کوي.

ب. ص/ ن. ز (AP, AFP, dpa, Reuters)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب