1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کې د پولیو واکسین څلور ورځني کمپاین پیل

زمزمه نیازۍ
۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۰, دوشنبه

افغانستان کې نن دوشنبه د ګوزڼ ضد واکیسن څلور ورځینی کمپاین پیل شو. تیر کال په دغه هیواد کې شپږ مثبتې پیښې ثبت شوې وې.

https://p.dw.com/p/4fHfI
Unicef South Asia report
د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي د نړۍ ډېرو هېوادونو کې د واکسیناسیون د کمپایونونو له لارې له منځه وړل شوېانځور: © UNICEF/UN0353280/Shah

د پولیو واکسین دغه کمپاین چې د «له پولیو څخه د پاک افغانستان» بنسټ یې ترسره کوي په ټول افغانستان کې به څلور ورځې دوام وکړي.

دغې ادارې نن دوشنبه (۲۰۲۴م کال د اپریل ۲۹) په خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي: «راځئ د پولیو پر وړاندې د خپل ماشوم په واکسینولو سره افغانستان خوندي او روښانه کړو.»

یادې ادارې ویلي دا ځل به ماشومانو ته د واکسين تر څنګ ویټامین اې ( A) هم ورکول کیږي.

د طالبانو د روغتیا وزارت تیر ځل د دغه کمپاین پر مهال چې شاوخوا څلور میاشتې وړاندې ترسره شو، ویلي و چې په دغه کمپاین کې  له ۷،۵ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین ورکړل شول.

په افغانستان کې غلط باورونه؛ او د پولیو د پیښو ډیریدل

پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ یوه ساري ناروغي ده، چې د ماشوم د دایمي فلج او مړینې سبب کېدای شي.

په کوچنیو ماشومانو کې د دې ناروغۍ زیانونه تل پاتې کېږي. د دې خپرېدونکې ناروغۍ ویروس پر دې ویروس له ککړو اوبو څخه نورو ته انتقالېږي.

د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي د نړۍ ډېرو هېوادونو کې د واکسیناسیون د کمپایونونو له لارې له منځه وړل شوې؛ خو افغانستان د خپل ګاونډي پاکستان په څېر له هغو ګوټو په شمیر هېوادونو له ډلې دی، چې لا هم د دغې ناروغۍ پر وحشي ویروس د اخته کېدونکیو ځینې موارد پکې ترسترګو کيږي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ويلي ول چې تېر ۲۰۲۳م کال کې افغانستان کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې؛ خو سږ کال لا تر دې دمه کومه پېښه نه ده ثبت شوې.